افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
ګیلمن شهید
د لـر او بـر د غـــــــــــــــرو اتلـه ګیلمن شـهیده
تـه بـه ژونـدی یې تــــــل تر تله ګیلمن شـهیده
سـتا پـه مېړانـې بـه تاریـخ هـم ګواهـي ورکـوي
ای د پـــــتمنــــــې خاورې ګُله ګیلمن شـهیده
د غـږ خـوږو پسـې دې ټول پښـتانه تږي ګرځي
ته چرته لاړلې بلبـــــــــــــــــــله ګیلمن شهیده
د لـر او بـر افغـان بچي درپـــــــسې چیغې وهي
پاتې لا، لار ده تر مــــــــــــنزله ګیلمن شـهیده
ستــــــــا پـه کالیزې کې له ځانه سـره غلې ژاړم
د کاملې د نـــــــــــــــــــــظر پله ګیلمن شهیده
شاعره: ڪامله طاهر