د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
کامله طاهر

اتله یم


ســــــــــــــــــتا د لېونـۍ مینـې پاګلـه یم
هـســـــــــــــــــې راتـه نـه ګـورې بلبله یم

زه پـه خـــــــــــپل وطـن بانـدې مئینـه یـم
زه د پښـــــــــــــــــتنې خــاورې اتلــه یــــم

اوس زمـــــــــا پــه ســر د کــور کارونــه دي
اوس خــــــــــــــو زه هغـه نـه یمـه بلـه یـم

عشـق تـه چـې مـې واک د ژوند ورکـړی وو
پاتې خو لا ځکـــــــــــــــــــــه له منزله یم

څـــــوک مې د ښایسـت سره سیالي کوي
وه کاملــــــــــــــــــــې زه د ګلاب ګلــه یــم

شاعره: ڪامله طاهر

د شاعر نور شعرونه ←