افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
ګلونه
ګلونه
عبدالقدیرمطفی
نن په ماباران غوندی وریږی داګلونه
له لری اونژدی راته خاندیږی داګلونه
زما په مینه دوی ژوندی ددوی په مینه زه
په مینه محبت باندی
پوهیږی داګلونه
زما لمرمخی یار خلکو زړګی باندی تورشوی
چی کله راروان وی تری شرمیږی داګلونه
راځه چی
بیا له سره جوړکړوباغ شاړویجاړشو
نن دی اوکه سبادی نورختمیږی داګلونه
نظرمی ستاپه لوری اورفتارمی بل طرف
ته
نوهروختی می مخه کښی ودریږی داګلونه
مطفی حیران یم ستادغه نصیب خودومره نه وو
په زړ ه کښی دی همیش هم
یش اوسیږی داګلونه