د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نثاراحمد احمدي

دويرڅرک

زه اغاز دتاريکې يم زه نفس يم دغمونو
زه دوچي شونډي زړه يم يوګرادب يم دويرونو



دبلاپه حلق کي پروت يم دګناه په ټال کي زانګم
دبېلتون پرکرښه ناست يم زمزمه يمه دزړونو



وچه کړيکه ديتيم يم دبيديا پر خېټه ګرځم
کنډواله دمساپر يم ترانه يم دسُرونو



دغوغاترستوني وتی دخزان پرپښوراغلی
دپېلوزي په اورسوی نذرانه يم ددودونو



ړنده سترګه دسهار يم دباڼو څخه پردۍ يم
پېڅول دتروږمۍ يم هنګامه يم دخيالونو



کربلا ته ورغلی توروغرو کي ګرځېدلی
دنصيب ښامارخوړلی نيمه شپه ديادنو



هلمندلښکرګاه

د شاعر نور شعرونه ←