د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
علامه ابوالفضل

کله به سم سی

دابي لاری انسانان به کله سم سي
پلورل سوي افغانان به کله سم سی



(۱) نه حق وينی نه يې اوری نه یې وایې
داړانده کاڼه ګونګیان به کله سم سي



(۲)چي يوکاريې له ګفتارسره سم نه دئ
داملايان اوداپیران به کله سم سی



(۳)هرهنريې له عقبي څخه غافل دئ
داجاهل هنرمندان به کله سم سي



(۴)دخالق اومخلوق دواړو بدخواهان دي
دانااهله حاکمان به کله سم سي



(۵)هيڅ يوکار داهلِ کار په لاس کښي نسته
دابيشماره نااهلان به کله سم سي



(۶) انساني زړونه همه واړه منسوخ دي
دامنسوخه مردمان به کله سم سي



ټول فکرونه منحرف دي ابـوالفضله
داکاږه فکرمندان به کله سم سي

د شاعر نور شعرونه ←