د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
احمد جاوېد منګل

مه رانه پوښته

په خپله هر څۀ کړي د محبت مۀ رانه پوښته
نۀ زۀ ومه ، نه هغه ملامت مۀ رانه پوښته
يوه لويه خزانه د درد او غم مې دغه زړۀ دی
ددې ټوټې ، ټوټې ښيښې قيمت مۀ رانه پوښته
ټول عمر يې د غم او تورو شپو سره تعلق و
دداسې خوار نصيب او د قسمت مۀ رانه پوښته
زۀ ځمکه يم د مينې ، دی اسمان دغه واټن به
نو څنګه کړمه زغم د قرابت مۀ رانه پوښته
درمل يې څنګه کيږي چې ژوند خپله يو مرض وي
هرسات ددې رنځور ژوندون حالت مۀ رانه پوښته
پۀ ژوند څۀ اعتبار دی همدا ژوند تا مرګ ته سپاري
جاوېده زنکدن شېبو لذت مۀ رانه پو ښته

د شاعر نور شعرونه ←