د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
اما نزی

تصویــــــــر

په دماغ کي مي تصویر د وطن خپور دی
هــر سلول کښي یې فریاد د کلي کور دی
د دردو احساس کـوم هـــر کنج کنار کي
د مدوا چــاره یې نسته پــه کښي شــوردی
افغـــانان ټـــول سره وړونــه په تاریخ کي
د پــردیــوپـــه لمسون بـــل سـوی اور دی
د ښمنـــــان په قـــاف او لام کـــوي خبري
معـــلومیږي ډالري جیب تــه یې زور دی
افغاني کاروان بـــه درومي پر خــپل لاره
دایمي بــه شرمنده وي مخ یې تـــــور دی
اما نزیه د پـــردو مزدوران څــه کـــــړي
د دوی هڅي نامرادي جـــوړ پیغـــور دی
ډهلي ۱۱فبروري ۲۰۱۲

د شاعر نور شعرونه ←