د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
اما نزی

ځــــوانـه

زه دي مــوریم جنګ ځپلې
یم له جنــګه ستړې شــوې
سیل د اوښکو مي بهــیږي
ګریوان څیري درد وهـــلې
غم کاروان راته جوړکـړی
پکښي زه یم ایســـار شـوې
کــلی کـور مـوویجاړشوی
مـوردي خــواره کـړیـــدلې
ځـــوان بچي رانـه بیلــیږي
هــــره ورځ یــم ژړیـــدلـې
دټـوپک لاره دي پـــریـږده
سـولـه جــوړه کـــړه غښتلې
د تعـلــیم ډیوه پـــرانیــــــزه
چي هـــرچـا تــه ده منــلې
لمن ټــــوله کــړه له غـــمه
زه یې ډیریــم ځـــــورولـې
جنګ دي بس شي امانــــزیه
زموږ یې خاوره ده ســوځلې
ناروي ۲۲مارچ ۲۰۱۲

د شاعر نور شعرونه ←