پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
دپښتون بابا خواست
چه بي تا چاته ټيټ نشي ننګــيالي زما ژوندن کړه
زړه زما دي مسلمان وي تفکر مي دپښــــــتون کړه
زه له وخته ګيله نـــــــــکړم چه ښادي يي له ما يـــــوړه
خوکاروان مي دهمت او استقلال بيرته راستون کړه
کوم( ســـبا) چه راروان دي چه د(نن )سره ګډ نــــشي
زما(نن )واخله (پرون)کړه اود(نن)په ځاي (پرون) کړه
په تبجـــــــــنه زمانــــــه کي دحــــــــالاتو زبــيرګي اورم
ته حکمت زماد حضـــــــــــــــــر،انديشه دافلاطون کړه
خدايه زيات کړي يو په لسه د پښــتو دليلا حسن
بيا زما مېنه هم زياته يوپه لسه تر مجنـــــــــون کړه
راعطا لکه دګل کړي جميـــــــــــعت په پريـــــــــــــشانې کې
چه حاصله ترې خنداوي،خــوښ مي هغه زړه چاودون کړه
په ګلـــــــــشن يي کړي بدلي ،دا زما واړه شـــــــــــډلې
هريو زړي دملت مي،تيغ په لاس کي رازرغون کـړه
زه دي وچ هډوکي شپـــيلم،خوملت مي دي ســـلطان وي
دا زما دسخن سيوري،په معني کي همــــــــــــــــــايون کړه
چه احــــــــساس دکمتري مي شو د غـــــير له تهذيبونو
دا چمجي د دق او سل مي ،د کالبوت ځني بيرون کړه