افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
څــــــــــــــلی
تېروتلی يـــــې اغيــــاره تا لانه يــــــــم پېژندلـــــی
زه جـــــــوړ سوی له غروره دنړۍ پرمــخ يو څــلـی
زه لــــــــه فتحې زېږېــــــدلی ، دبري په نامه پايـم
دتاريخ په ا ئــــــــنه کې چــــــــــا پرشا نه يم ليدلی
زه اميد دخپل اولس يم زه دپت عزت سمبول يم
ماله وينو رنګ اخيستی پر اسمان يم ځلېدلـــی
زه سرلوړی کندهار يم هر بچی مــــې ابدالي دی
هره پېغله مــــــــې ملاله هرميدان مــې دی ګټلـی
چاچې ته يې رالېږلی زمـــــا و مــــــــخ ته درولــی
لږڅه وپوښته هغو، نه هغو مټ دی ازمـــــــويلـی
داسې ډېرو ملا تړلي ددې (څـــــــــــلي) نړېدوتـــه
لاتروسه په سلګودي چاچې زما زور دی ليدلـی