د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي سعيد زابلى شعرونه

څلوريزه او غزل

سعيد زابلى















تاسره چې وم ولا سړى ومه



ښکلى دچارګل دميان غمى ومه



ته که ښاپېرۍ وې په همزولو کې



زه هم په ولاچي ښاپېرى ومه







غزل



انځور به دغمېزې ګوره ياره مخ ته ونيسې



کله که په لاسو کې هنداره مخ ته ونيسې



تاته خوله دواړو جهانونو قدرمنه ده



روپي که وي حلاله که مرداره مخ ته ونيسې



خوب کې خوتل راځې حيران يم چې په ويښه باندې



شنه خوله دلستوڼي زريداره مخ ته ونيسې



ښايي چې داسخت زړګى دې لږ راباندې وسوځي



يو ځلې که زما غزل فګاره مخ ته ونيسې



شيخ سره چې مخ شي که په ميو مستانه يې هم



لو تسپې سعيده ځونډۍ داره مخ ته ونيسې

د شاعر نور شعرونه ←