د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
ګل اغا احسان ( کندهار )

غزل

غزل



چه له وهمه يي دغره زړګئ خوځيږي



زه بې څه خاوري ، ايرې و زور ته يووسم



له خپل سيوري نه ډاريږم زمری نه يم



چه اوبه پر ځای د خاورو اور ته يوسم



چه شرف يې د سترګک پرمېنه ښکارسي



کومي سترګي د حيا و کور ته يووسم



و الله هر ځل يې پت خلګ پايمال کړي-



که هر څو مي زړه د زړوڼو پلور ته يوسم



زما د سيوري مېرڅمن ته دي سلام وي



چه ترې مات ټېک له ميدانه ګور ته يووسم



________________________



غزل



زما د عشق په فلسفه کښي د ناروغ منطق رازونه



څاڅکي څاڅکي ړوڼي اوښکي د رنځور پرهار دردونه



هلته شين بڼ چولاوه سي، سره ګلان له تندي ومري



دلته هار او ګرېوان وشلوي د اوښکو سيلابونه



د څک څک اوښکو مين يم د خندا را سره څه دي



پرېږدئ ما او شمعه بَله چه پرې طۍ کړمه مزلونه



پرون راغلمه نن ځمه ، خدای خبرچي سبا چيري



مسافر د ورکي لاري لڅي پښي اخلم ګامونه



دلته ، هلته ليونی شوم ، مګر نه تښتم له ښاره



هسي نه را نه په تنګ سي د بيابان غرونه - رغونه

د شاعر نور شعرونه ←