افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
له چا فتوا واخلو، له چا سره غزا وكوو
توره په لاس كې يو حيران، څنګه بينا وكوو
قاتل چې راشي زموږ په كلي كې وژنه وكړي
زموږ په وس كې نه وي څه، مړه ته دعا وكوو
د قدرت مخكې مو له قام سره وي ډېره مينه
چې شو واكمن، نو ظلم ښه بې انتها وكوو
خلك اختر كې په غويو پسې چړې راكاږي
زموږ په كور كې بل څه نه وي، نو حلوا وكوو
ياره سعيده! نن ورځو خو ګوره پام به دې وي
كه يار ښكنځلې كې راسر، موږ به موسكا وكوو.