افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1652 شاعران10764 شعرونه
غزل
هم د چنار، هم د نښتر ګلونه
ټوكېږي بيا پر سمه، غر ګلونه
زه به دا ستا كوڅې په ګلو، ګل كړم
كه چېرې راوړل سوداګر ګلونه
زموږ په كلي كې به بيا وړيا شي
سپرلى به راوړي بختور ګلونه
چې ليلا بيا په وربل ګل وټومبي
سپرليه! شنه كړه پر ګودر ګلونه
سپرليه! راشه بيا ټكور ټكور كړه
د ځوږو زړونو د پرهر ګلونه
فرهاده! هله به سپرلى شي پر ما
چې كړمه ښكل د پېښور ګلونه.