د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عبدالله مجبور مومندزاده

لاړه

څومره خوږه- خوږه فضا وه چې يوځلې لاړه
دا خو له مينې نه په غلا وه چې يوځلې لاړه
له اداګانو، فرېبو او كرشمو نه ډكه
ما ته ښكارېږي بېوفا وه چې يوځلې لاړه
دا خو د حسن ذمه وار ما ته ښكارېږي ګله
د پشكال غوندې هوا وه، چې يوځلې لاړه
چې ما مجبور يې د دې شونډو پر سر شونډې كښېږدي
خدايږو چې بل رنګه ښكلا وه چې يوځلې لاړه.

د شاعر نور شعرونه ←