افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1652 شاعران10764 شعرونه
غزل
ستا غم كې مې بې واره بيا لمنې ته راځي
د دواړو سترګو اوښكې چې مې زنې ته راځي
دا نن چې انتظار هم د ګبين هسې شيرين دى
د ټول ژوند د تړون لپاره ژمنې ته راځي
آڅوك چې امن غواړي دغه ټول امن شكن دي
په نوم د اور- وژنې ورور- وژنې ته راځي
يوه غاړه دې څه راكړه، خولې دې پر مخ راغلې
چې څومره اندېښنې وي تا ډارنې ته راځي
له داسې رنځه روغ مه شه شادابه ادم خانه!
چې خپله درخانۍ درته پوښتنې ته راځي.