افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
غزل
داغونه په ګوګل مې لګوي او رانه ځي
ډېوې مې د زخمونو بلوي او رانه ځي
د ژوند هستي مې ټوله ستا له سترګو نذرانه شه
په تلو كې چې يې بيا لا جنګوي او رانه ځي
پرهر- پرهر ټټر كې مې يو ستا انځور- انځور دى
انځور مې د خيالونو جوړوي او رانه ځي
شېبې شېبې ژوندون مې انتظار ستا د راتلو كړي
شېبې د انتظار مې اوږدوي او رانه ځي
ډالۍ راته د مينې په پښتون نظر كې راكړي
احساس مې په غزلو اړوي او رانه ځي.