د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
ډاکتر کامران وزيری

پسرلـــــــــــــــــــــــــــيه

ټولو افغانانو ته نيکمرغه او هوسا نوی کال غواړم٠

پسرليه

زه ميکده کی
ستا په لټون
سری سترګی وچی شونډی
ستا دياد پياله تشه په لاس لرم
زه پری خمار يم
زه يی نورو سره نه جنګوم زه يی په ډکه پياله نه بدلوم
ښکلی ساقی
چی زلفې
د لمر وړانګو
طلايی وږو په څير
کاوڅی کړی
او د سپوږمی په رڼا
بربڼداسمان کی
لکه ناوی
په سرو ګلپاڼو سينګار ده
زما تشه پياله
په خپله مينه
ډکول غواړی
خو زه ،
ستا په ياد هغه پياله ماته کړم
بيا خيال کی
د لمر پلوشی ټولوم
د سپوږمی د رڼا څاڅکی
د غاټول داغونه
زما د زړه وينی
او دا د سترګو اوښکی
ستا د سپينی خولی په تمه د ياسمينو په پياله کی
ځانته تری پيمانه جوړوم
او تل
د تسکين په خمار
مست ګرځم

د شاعر نور شعرونه ←