پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
گنهگار
ګنهګار
ته د فطرت د اسمانونو پرښته يې ښكلي
د زړه په كور كي مي همېش ته مېلمنه يې ښكلي
په خوب او وېښه بس ليلا، ليلا، ليلا وايمه
د زړه پرپاڼه مي والله چي نويشته يې ښكلي
ډېري سجدې مي په تندي كي ستا په نوم ساتلي
ته مي ايمان،ته مي وجدان ته مي كعبه يې ښكلي
كه دي لږ خوښه وي د شونډو مي دي مه سپموه
آه ګناهګار دي كړم په خوى لكه روژه يې ښكلي
زه يو غريب ملنګ شاعر يم بس زكات راكوه
ته خو والله چي د سرو سپينو خزانه يې ښكلي
ستا د وصال يو ستر ارمان مي دى د ژوند ملګرى
ته مي هدف، ته مي مقصد ته مي فريضه يې ښكلي
بس د ښكلا د ښكلاګانو په څښتن يې ځم
ته د قدرت د كايناتو ښايسته يې ښكلي
لږ مي په مينه او هنر بوزه د ميني كورته
څه ساده ګوټې حياداره پښتنه يې ښكلي
چي په يو ږغ دي ميوندي زلمي په ننګ راوستل
ته خو رښتيا هم د غيرت ستره ټپه يې ښكلي
څو چي هڅيال وي او وصال وي خوشالي وي دلته
دا ځكه ګراني! ته مي ژوند يې راسره يې ښكلي
۱۷\۳\۸۴ كندهار