افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غـــــــزل
چې سپوږمۍ ګوري ستا هنداره کې اى ړنګ ګودره
رب دې کچکول له سپرلو ډک لره ملنګ ګودره
هرمازيګردې ملالۍ پيغلې ټپوکې لمانځي
له رڼوتورويې اخيستى بنګړو شرنګ ګودره
ډزوېرولې زرکې وايي په دعا دعا کې
خالق دې لنډکې نورلاسونه ددې جنګ ګودره
ولې به نوي غزلزاره دسعيد شعرونه
رنګ يې اخيستى دى داستا له ښکلي رنګ ګودره