د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي سعيد زابلى شعرونه

جانانه

دعشق په زکر په کې وينه په ګډاغواړمه
خدايه زړګى لکه اينه داسي صفا غواړمه

شيخه راښيه اوس چاره ديا رله مستو ميو
کله توبه ترينه کوم کله يې بيا غواړمه

تاب دکتو دې نه لرم ځاى دي په غيږ کې راکړه
دخداى لپاره له دې جنګه نور فنا غواړمه

خوب کې مې لاس ديار په شونډو کېښوده ويل مې
جانانه دا جانانه دا جانانه داغواړمه

منم سعيده سادګۍ کې مې خبره نشته
ځکه په دې چې له خوبانونه وفا غواړمه

د شاعر نور شعرونه ←