پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د آســـــــیــــا زړه
د آســیـــا پــه زړه کـې کـوم داسـې ځـیـګـــــر دی
چـې جــــوړ شوې د عــالـــم نه پــرې محشــر دی
تـــــوره شــپــه یــې د ســبـــا پــه نــنــــــدارو وې
ژړونـــکــې یـــې راتـــلـــونـکی هر ســحــــر دی
د بـــشـــر قــــانـــون هـــر څوک په خولـه وهــلی
هـــم بـــشـــر دلـــتـــه دښـــمـــن د هـــر بشـــر دی
تــــور جــــلاد یـــې د مـــنـــزل په ســــر ولاړ دی
څـــوک نـــږدی شـــې تــر مــنـزله ډک له شــر دی
لــه ٫٫ډیــمــو٬٬ نـه یې ٫٫کــراســې٬٬ شــوله بـد تره
چـــا چــې کار واخـیسـت لــه زوره هــغـــه نــر دی
څــوک جــنــرال شـې څـوک مـارشال پکې بې غـمه
راویــســــتــلې یــې دې ســتــرګــې ښـــه بــبـــر دی
چـــې یـــې ګـــوری نـــو حـــزبـــو پــســې حــزبـونه
نـــوم ٫٫رهــبـــر٬٬ یــې پــلـورل شــوی پــه ډالــر دی
نــه پــوهـیــږم څــه بــه جــوړ شــې تــری احــســانــه
اټـــکلــیــان وایــې چـــې راتـــلـــونــکــی بــخــتـور دی
۲۰۰۵/۰۹/۲۵