د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
محمد نسيم - وردک

دميني درشل

ستادميني په درشل کي زه اوبه شوم
ستادحسن په لمبوکي زه ايره شوم



ستاسپين مخ ته په کتو کي چي ويده شوم
په رڼا دي تازه ګل په وچېده شوم

ستا خمارو تورو سترګو ته کاته کي
ستاوستوري ته رباب شوم او نغمه شوم




ستا ښکلا او ستا سهار غوندي نسيم ته
قدقامت ته په کتو دي سره لمبه شوم

د شاعر نور شعرونه ←