افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10604 شعرونه
غزل
كه مينه عامه نشې خو يوڅوكې به ښكاره شې
په سترګوكې ،كه پټه شې په زړو به ښكاره شې
جانان دوخت تيارو كه رانه پټ كړ په نيكاب
دلال غوندې به روڼ وي په ايروكې به ښكاره شې
ښايست كه هر څو ورك شې لكه ورك مرغ هما
دستادتورو سترګو ائينو كې به ښكاره شې
دحسن نازكۍ يې رانه څه پوښتي ياران
زما دګل غزل په رنګينوكې به ښكاره شې