افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10603 شعرونه
غزل
يواحساس د لېونتوب مي زولنو ته ګماري
بل دا ستا لېونۍ مينه مي لمبو ته ګماري
د وطن په بڼ تالان ګډ زمولوي تنكي ګلونه
خو ويده ماليار مي لا وه بهاروته ګماري
ته د خپل ذكر په بيه حورې پېرې د جنت
ما يواځي د څښتن مينه سجدو ته ګماري
د دې خاورې د بې وزلو او تس نسو په خا طر
ما د سرې لارې ملګري وه رزموته ګماري
د مذهب په نوم د جبر تور قانون يوار نن بيا
زموږ د وينو سېلابونه توپانوته ګماري
ستا پر زنه شنۀ خالونه اوپر مخ د زلفو ټا ل
ما سرباز هم كله كله وه نغمو ته ګماري