د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10603 شعرونه
سرباز پښتون

جزا او سزا

جزا او سزا
تا اسماعيل قربان كړكعبه دي هسكه كړله
د قربانۍ لوى تاريخ دي تل ژوندى وساتو
خوموږ زرها سرونه
د افغانانو غوڅ كړل
د لوى افغان لوى تاريخ
موپه وينو ولاړه
ستا نيت خوښي د څښتن
زموږ پلمه هم داوه
تاته وو امر سوى
له هغه لوړباداره
موږ ته ووامرسوى
د زمكني خدايانو
خو زموږ اوستا تر منځ سو
بس داتوپيرخليله
ته د جزا مستحق
موږ د سزا مستحق

د شاعر نور شعرونه ←