افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1652 شاعران10764 شعرونه
دمینی جنت
عزت عظمت شان او شوکت دمیني مالیدلی
وحدت نفرت اوطبیعت دمیني مالیدلی
ماته دمیني دژوند راز په اثبات ورسیده
کمیت کیفیت او حقیقت دمیني مالیدلی
دیر خولاوایی مینه نده په ژوندون لوبي دي
مگر اصلیت او رسوخیت دمیني مالیدلی
راهبه ماته دقیامت ویره نور مه یادوه
عذاب رحمت دوزخ جنت دمیني مالیدلی