د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
کاندېد اکادميسن استاد محمد انور نومېالی

را به سو د بر ېتانيې تاريخی ډېموکراسۍ ته

د عبدالمجېد رالېږنه




وای پخه ډېموکراسي ده



د انگرېز پرملک چليږي
د ژوندون غوټۍ ئې ټوله



په همدې کيلي خلاصيږي
د ډېرېو عدالت دی



حق و هر چاته رسيږي
لږ هم حق لري د رايي



د چا حق نه خوړل کيږي
ازادي د ژوند اساس دی



په گوندو اداره کيږي
د چا خوله نه ده تړلې



هلته هر څه بېانيږي
ډلي سته شخړي ېې نسته



خورا ښه سره چليږي
نه توپک ته ضرورت سته



نه ترور ته څوک اړيږي
پر لانجو د عقايدو



خلگ نه سره جنگيږي
مذهب بېل دی له سياسته



ټکرونه نه پېښيږي
هسي لار د تمدن ده



چي قومونه په ښاديږي
غرندک د غرتو ډک يې



په ستاېنه نه مړيږي
کې له ما پوښتی ملگرو



دونه سد مي په رسيږي
چي درواغ ـ رشتيا د ټولو



په آېرلنډ کي معلوميږي

د شاعر نور شعرونه ←