افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1782 شاعران11101 شعرونه
غزل
دا چې زړونو کښې تورتم دی
دا د ټولو نه لوئي غم دی!!
کۀ جذبه د لېونتوب وي
نو منزل ته يؤ قدم دی
حال د ژوند بس دومره ډېر دی
چې حالاتو سره سم دی
علامت د بربادۍ دی
مونږ تراشلی چې صنم دی
(ق)
يؤ سړی چې هيڅ يې نۀ زده
استاد هم دے، لارښود هم دی
دا لا کوم وحشت راخور دی
د هر چا سترګو کښې نم دی؟
(ق)
د ښار ډېرې دروازې دي
اؤ په هره يوه کښې غم دی!
دا تاريخ ورانول ګران دي
دا په زړونو کښې رقم دی
د ژوند ډېرې تقاضې دي
د انسان عُمر ډېر کم دی