د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
حکيم روان - هالنډ

دوطن بچو !

که په جنت کې پښتو نه چلېږی داسې جنت زما په کار نه دئ



چې د ارمان په لوری نه خوځېږی هسې تېزن دئ زما ېار نه دئ



چې په ډغرو کې ترئ تم وی زما د کلی او د ښار نه دئ



چې د منصور په شان همت نه لری هر څوک لاېق د هغه دار نه دئ



چې زړه ېې تش وی د وطن له درده زما د ړنګ کلی چنار نه دئ



چې ېرغمل ېې د وطن لېلا کړه ته وا لا پړئ دئ ښامار نه دئ



تورې ته لاس کړئ د وطن بچو! بېړه کړئ ژر شئ وخت د وار نه دئ

د شاعر نور شعرونه ←