د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عبدالواسع انتظار

رښتین مو څه شو

هغه الفت هغه خادم هغه رښتین مو څه شو



هم بینوا هم حبیبي دزړه تسکین مو څه شو



چې افتخار و دافغان خاورې ملت لپاره



پوهاند رشاد غوندې دگلونه نیازبین مو څه شو



دوی شپه او ورځ په ځان یو کړې وه ملت لپاره



دامئینان دخپلې خاورې او د دین مو څه شو



په سترگو نه وینمه هغه مئینان دخاورې



ورپسې ړوند شومه دسترگو هغه سپین مو څه شو



څنگه به نوي بختوره د"افغان" له نومه



لوی نابغه دشرق دخاورې بهترین مو څه شو



مونږ دپردو فکر محصول یو دسبا لپاره



په خپلو مټو مو باور هغه یقین مو څه شو



ولې دحق او دباطل په منځ کې فرق نه کوو



سترگې مو ولې پټې شوي دي حقبین مو څه شو



ای" انتظاره" لږ ددې خاورې عزت لپاره



هغه اعزاز هغه وقار او افرین مو څه شو

د شاعر نور شعرونه ←