افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
د ژوند په رنګينو کې، د ښکلا په ائينه کې
بند کړى په جادو يمه يؤ چا په ائينه کې
د مينې روايته دې نه نور به لا څۀ سپک شې
مين درته هم ګوري د دنيا په ائينه کې؟
دا قام چې د بري دعوې کوي نو زما خيال دى
بس يؤ ځل دې ځان وګوري لږ بيا په ائينه کې
نۀ ما سپوږمۍ ليدلې ده، نۀ تا رڼا ليدى شې
نۀ تا ځان ته کتلي دي، نۀ ما په ائينه کې
چې ځان ته پکې نۀ ګوري نو دا ئې هم ادا ده
حيران خو ورته زړۀ ايښى پخوا په ائينه کې