افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
پښتو ژبه
چه دمور د غيږى ژبى ته دى شاكړه = تـربيــه دمور او پـلاردى برمـلاكــــړه
دآسمان په كتابوكـه څه هم پوه ئی = سوددى نشته خپله ژبه دى ترشاكـــړه
نورى ژبى اوعلوم زده كـړه هنـر دى = مېړه ها دى كې دمور ژبه ښكلاكــــړه
چاويل چه سيندخالي دى له ګوهره = چه غوټي پسي وهي لعل ئی پيداكړه
خواره ژبه او كلتور ملت ئې مړ دى = ملت پالوتر خپل قوم هـرڅـه فـداكـــړه
پښتنوخـويندو پالـنـه دبچـوكـــــړې = كــنه زوى دي دپښتوورماته ملاكـــړه
جان محمد(سنځرخيل)