افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
دیار په شونډو کې موسکا مزه کا
داسې چې وریځو کې بریښنا مزه کا
سهار ماښام په خوله دمینې توري
ددعا لپو کې دا ستا مزه کا
پښتنه پیغله پښتنې خبرې
پښتنو سترگو کې حیا مزه کا
دتور اوسپین پروا یې نه ساتمه
ښکلي مزه کوي ښکلا مزه کا
یو څو دمینې ټپې دچا میئن په ژبه
دنی په څوکه باندې لا مزه کا
حقمله نور له دغه ښاره وځم
دخیال جونگړه په صحرا مزه کا