افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
غزل
ښايسته شراب دشنو پيالو سره ښه ښکاری
شنه خالونه می ديار دانګوسره ښه ښکاری
درسته شپه پتنګ په شمع ګرد تاويږ ی
يوځای شمع دپتنګ دسوځيدوسره ښه ښکاری
دوطن په نوم چه مال اوځان پری صدقه کړم
سور په وينو زخمی زړه دفرهارو سره ښه ښکاری
ميړنی به په ميړانه خپل ارمان ترلاسه کاندی
دا باعظمه خپل مقصد ته رسيدو سره ښه ښکاری
ټول وطن می سپيری دښتی او ميرئ دی نه شرميږو
سپری دښتی دوطن می شنو فصلو سره ښه ښکاری
چه غم نه وی ژړاګانی او درد نه وی تل خوښی وی
سره ګولونه سره لبان د مستيدو سره ښه ښکاری
الهی دبيدار بی وزلی سوال پخپل در باندی قبول کړه
ستا په در کی زما سوال په قبليدو سره ښه ښکاری
ها لينډ ٢٥،٠٤،٢٠٠٦