افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1652 شاعران10764 شعرونه
دامیدونوپسرلی
راشه پسرلیه شنوډاگوسره راځه
دمینی محبت له پیغاموسره راځه
دسروگلونوبڼ ته بیا گلان دمیني راوړه
دمستوپه خنداکي اتڼوسره راځه
هرگل وته شبنم دوحدت راوړه له رشتیني
هرچاه ته مسیحاشه امیدوسره راځه
هیځکله مودې بڼ ته بیاخزان کله رامشه
نسیم دسبایې تل له خوشبوسره راځه
شورچي دبلبلوپه چمن دمحبت شي
( شفقه ) فيصلې ته له جرگو سره راځه