د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
ډاکټر حسن-انګلستان

غزل

دې ملت ته مي خاطر ځکه پرېشان دی



چي حيرت ته مي تر اوسه لا حيران
دی







ممتاز کړی ويښ احساس دی له حيوان نه


هسي وايي چي په نطق سړی ا نسان دی







دمومن د زړه په عرش کي خدای اوسېږي



که هر څو ازاد له قيد نه د مکان دی







څه علاج به کړم دداسي ټپي زړه زه



چي موندلی يې په څړيکو کي درمان دی







هر سکون يې ژبغړاند لکه بلبل دی



هر انداز يې د انځور غوندي ګويان دی







ستا د ياد
دباران څاڅکي پرې اوريږي
چي ګوهر مي په صدف کي دچشمان دی







ښکلي مخ ته په کتو ( حسن ) عادت شو



پرېښودل د کوم عادت کله اسان دی



د بېنوا ويبپاڼي له خپروشويو توکو د
کاپي کولو او بياخپرېدلو څخه ډډه وکړﺉ

د شاعر نور شعرونه ←