د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1623 شاعران10606 شعرونه
سياه موی ساده

اوښکې او مُسکا

جانانه زه دې د نازونــــو طاقت نه لـــــــرمه



ځکه
خو ستا هرې ادا سره مې اوښکې راځي



لـــه ډېره وخـته دې محــــرومه
له ديدنه يمــه



ځکه خو ستا هرې خندا سره مې اوښکې راځي



خوښي مې نشته هميشه داسې غمـــــونه زغمم




دزړګي درد او ساړه اه سره مې اوښکې راځي



له ډېره درده مې په شونډو کې مسکا وچه شي



هـرې وړې وړې ژړا سره مې اوښکې راځي



جانانه کله چې دا ستا
خوږ نوم په خوله راوړمه



د تورو سترګو له حيا سره مې اوښــکې راځي



"ساده" یم ځـــــــکه هميشه داسې شعرونه ليکم



بيا د ويلــــو له ښــکلا سره مې اوښکې راځي

د شاعر نور شعرونه ←