د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1652 شاعران10764 شعرونه
ظفر کریمي

غزل

ناز کتو دې راله کړه لمبه لمبه زړه

په بدله کې رابېرزو کړه يوه شيبه زړه



دهر چا په غم کې ځان غمشريک بولی
خدای مې ايښې په سېنه کې
عجيبه زړه



چه پتلون کلتور کې خپل پښتانۀ وينی
شنۀ لوخړه شی توبه،توبه،توبه زړه



دا چه سترګو کې ېې غټی غټی ګرځي
چاوهلې دکابل دی په نېزه زړه



اتلان چه ځان ته وای دا
،،هغوي ،،دي
ملالۍ چه ترې ايستلی و په ټپه زړه



د،ظفر،قلم په ګتو کې شور جوړ کړه
څه په خلۀ يم
دا مې غږ دې دکعبه زړه

د شاعر نور شعرونه ←