افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
د وطن ليلا
ډير کلونه تيرشوه مگر نکړه چا
زما دزړ زخمونو ته پټۍ
جوړه
چا راته باروت راوره چا راته بمونه
چا مي نيمه خواکړه دا تنكۍ تنكې ګلونه
څوك را كۍ اپين كرۍ
څوك مي دبچيو غل
څوك مي د تاريخ دښمن
څوك مي
دپتكيو غل
څوك يي په بوجيو وړي چا ډك كړل جولونه
چا مي شتمنيو ته ګنډلي غټ جيبونه
چا سره ياري وكړم چا باندي ويسا
چانه زه نفرت وكړم چا سره وفا
لاره رانه ورکه ده گرحُم په مجنون پسي
زه يم بي هدفه بي مجنوه يو ليلا
ډار زما په دي کي دي, نه چه شي
داورحُ تيره
نه چه په ما شپه شي, تا ريکه او دا بيديا
نه چه دادغرو ليويان ما خواره بربنډه
كړي
نه چه د (( اشنا )) د ژوند او ږده قصه لنډه كړي