افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
نوي رازونه
نوی پسرلی نوی بهار نوي ګلونه راوړي
نوی راځي نوی رویبارنوي حالونه راوړي
داچي موپه کوربله بلاده ننوتې
نوی نظام نوی نظار نوي نظرونه راوړي
بیا ئې ده خران جامې اغوستې رزوي ګلونه
نوی خاوندنوی ښامار نوي جالونه راوړي
ساقي بیاکډه
راکړې ده زموږ کلي ته
نوې مستي نوی ئې ساز نوي سازونه راوړي
نن بیا راته شرنګی ده زولنووائي چي تابه
تړو
نوی آمر نوی آواز نوي امرونه راوړي
دغه قلم ددې نظام دماتیدو په خاطر
نوی ښېراز نوی ئې راز
نوي رازونه راوړي