پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
په مورنۍ ژبې دزده كړې داهميت په اړه دحضرت حمزه با با(رح ) نظم
(فكري تربيت)
ښكلى څيز چې وګوري نو فكر يې بدل شي
لرې يې له ذهنه دعبث چارې خلل شي
ښايي چې كيسې ورته بيان شي دنيكانو
بويه چې كردار ورته عيان شي دنيكانو
ډك چې يې شعور شي په ځلانده خيالا
تو
هم يې
لاشعور په ښايسته تصوراتو
دغسې عمل چې تر اوو كالو تكرار شي
بيانو پاكيزه ښكلې ځوانۍ لره تيار شي
هم هغه دعلم په تحصيل كې م
يړنى شي
هم دهريو فن په زده كولو بريالى شي
ښه ښكلې كړۍ شي په زنځير دجا معه كې
يا ګويا نقطه شي د مركز په دائره
كې
بويه چې تعليم يې وي اول په خپله ژبه
ځكه چې تعليم خو وي افضل په خپله ژبه
ذهن مكدر كا چې لفظونه اجنبي وي
خوله خو يې وي خپله ولې
ژبه دپردي وي
جوړه يې ذهني دمورنۍ ژبې سانچه وي
بله ژبه راشي نامعلومه بې معنه وي
يو يې دپردۍ ژبې لفظونه يادول وي
بيا يې
په معنو هم دلفظونو پوهيدل وي
بس نو پريشان يې دا ذهني رد عمل كا
تښتي له تحصيله يو خوا بل خوا ترينه
زغل كا
ګرځي هلكان ورپسې هره خوا خوارۀ شي
حكم داستاد وي چې په لټه دهغۀ شي
تښتي ترې خو دوئ يې تعاقب لكه
ګولۍ كړي
او يې نيسي بيا يې برابر ډانګه ډولۍ كړي
شته په كې افت چې په پردۍ ژبه تعليم وي
ډوب كړي واړه قام په دې اصول كې چې تعميم
وي
دا
تحت الشعور كې چې پاخه نقشونه جوړ كړي
زړه ددې ماشوم پسته له خپله قامه موړ كړي
هم يې بيا له خپلو رواياتو نه نفرت شي
خپل قامي تهذيب ورته يو بـــــو او ُمصيبت شي
بيا تحت الشعور كې چې پخه دا زخيره شي
درومي لاشعور ته يې روانه قافله شي
هلته لاشعور كې يې همه قامي صفات وي
هم يې
دپلرونو او نيكونو روايات وي
جوړه شي په دواړو كې ډغره نا ګهانه
څه به درته وايمه له دې سخته بحرانه
پوخ يې لاشعور وي چې بنياد دشخصيت وي
نه مني پردي (قدرونه ) سخت يې ترې نفرت وي
څه يې نتيجه وي چې انسان په كې راګېر شي
دايې نتيجه وي نيم تيتر اونيم بټېر شي
نه
ورته حاصل دپردۍ ژبې فضيلت شي
نه يې په خپل ځا ى دخپلې ژبې حيثيت شي
پوخ يې په دې ځاى كې ښه احساس دكمترۍ شي
پاتې ترې كوښښ اوهم تكل دبر
ترۍ شي
بيا په خپله ژبه خپل تهذيب پورې خندا كا
هم يې دالفاظو په ترتيب پور ې خندا كا
خپل قامي لباس ګڼي لباس دجاهلانو
دا پردى تهذيب ګڼي تهذيب دعالمانو
حيف چې والدين يې وي له دې نه
ناخبره
اوس يې نصيحت هم په هلك وي بې اثره
بويه مور او پلار كه چيرې دواړه منور وي
زده كړه بنيادي ورته په كور كې مقرر
وي
بيا كه مدرسې ته لاړ شي كم به يې وحشت وي
بيا چې څو تحصيل كوي سيوا يې مسرت وي
څومره چې لويږي تكا مل يې د
خصلت شي
ورو په ورو بدل يې هم دليو نوعيت شي
عمر دهغۀ چې لسو كالو ته رسيږي
اوس نو كله كله ځوانيدو ته يې
زړه كيږي
تل په مستقبل كې جوړوي ښكلي باغونه
زړه كې يې شي بل داميدونو څراغونه
څو ورته منزل چې دځوانۍ رانيږ دې كيږ
ي
هومره
ورته ښكلې پريشانۍ رانيږدې كيږي
كله وايي داشم كله وايي چې هغه شم
كله وايي سيند شم كله وايي چې څپه شم
دا
هغه تحريك دى چې رجحان يې دفطرت دى
اصل په كې پټ دى چې چاپيره ترې كثرت دى
اوس د ځان ښونې خواهشونه يې سيوا شي
غواړي په هر كار كې چې دى
وړاندې تر هرچا شي
رو ،رو اغيزه يې په رګ ،رګ كې چې شباب كا
كله رټه په رټه مور او پلار ته هم ځواب كا
كله له استاد سره هم پاڅي كج
بخشي كا
پوهه چې په خپله ناپوهۍ شي خاموشي كا
ګويا احساسات يې په تړون كې دنغمې شي
فكر ته ښكاره يې يو په يو دزړه پردې شي