افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
له مانه مه غواړه عشقي سندره
زما ماحول ددردونو ډك دي
زما شعرو كي به دردونه لولي
زما تنكي ماشوم د لوږي ژاړي
بس دي قطرو كي دريابونه لولي
دلته غوټي د
غوړيدو پر هيز دي
دلته په شونډو كي مسكا وژلي
دلته د اوښكو طوفانونه جاري
دلته يي دم
يندو تمنا وژلي
دلته لا اوس هم زما د وينو تږي
بس زمونږ د وينو څخه رنګ اخلي
دلته ددي وطن مكار دښمنان
زمونږ په مرګونو ځانته ژوند اخلي
دلته ښكلا بس په ځواني كي وژني
دلته ګلونه په غوټي كي وژني
دلته د علم او فرهنګ دښمنان
رښتيا ويل بس په مري كي وژني
له مانه مه غواړه عشقي سندره
د ښكلو پيغلو تور پيكي سندره
له مانه مه غواړه د حورو
صفت
دتور اوربل او سره باړخو سندره
زما ماحول ددردونو ډك دي
زما شعرو كي به دردونه
لولي
زما تنكي ماشوم د لوږي ژاړي
بس دي قطرو كي دريابونه لولي