افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1633 شاعران10684 شعرونه
دځوانیمرگ طاهر فرهاد په ویر کې
له ځان سره دې
یووړې هغه شپې له شوره ډکې
اوس نشته دخوندونو شوگیرې له شوره ډکې
چې نه اوري له ورایه ستا خوږې خوږې
سندرې
گودر کې پیغلو ماتې کړې چمبې له شوره ډکې
دښکلو ښکلو ډلې دې له ځان سره خورې کړې
بدرنگو ته
دې پریښي زمانې له شوره ډکې
"شاداب"او"شرر" گونگي ژبي ناست وي په محفل
"غروال"او "ټکر" نه کوي کیسې له شوره ډکې
فرهاده یاره دا غلې دنیا راته زندان دی
دخدای لپاره بیا راوړه شیبې له شوره ډکې
زما
"نظامي" یاره لا هم هغسې فرهاد یم
رپیږي مې مزار باندې جنډې له شوره ډکې