افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
زماوطنه
زماوطنه
څومره خوږ او راته ګران يي زما وطنه
ته مي روح
يي ته مي ځان يي زما وطنه
ستا د لويشتي لويشتي خاوري نه مي ځار كړي
ته مي نوم ته مي نښان يي زما وطنه
ته زانګو يي د اتلو باتورانو
دا زانګودي په جهان وي زما وطنه
چي ګتلي يي په و ينو
باتورانو
دوي دي تل ژوندي او ځوان وي زما وطنه
د تاريخ د شجاعت يو لوړ نښان يي
اي
وطنه ته خو كور د هر افغان يي
ته مي كور يي ته مي ګور يي ته مي ځاله
ته ميراث د ميرويس خان يي زما وطنه
څو جهان وي څو انسان وي تل دي ته يي
ستا تاريخ دي تل روښان وي زما وطنه
دښمنان دي تل
ړانده شه په ددو سترګو
ستا بچيان دي اتلان وي زما وطنه
څوك چي تالره بد ګوري كور دي وران
شي
تل دي دا افغانستان وي زما وطنه
نوزادي دي ستا له نوم نه صدقه شي
ستا لوړ نوم دي تل ودان وي
زما وطنه