د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1642 شاعران10764 شعرونه
سیدافضل رسولی ویسا

داغ زړه

شین سالو د بهار به اغزو د خزان پریوت چنکال دې مایوسی په اسرو د جانان پریوت
په امید دې سبا مې
اوږدې شپې سبا کولې دحسرت اوښکو جام په کوڅو د ګریوان پریوت
مات دی رباب
د مینې شلیدلی یې تارونه اثر د غمونو په لحظو دې
زمان پریوت
پریږده ای ویسا نور هسې هم تالا والا شوې له هجره داغ
زړه دې په لمبو دې نیران پریوت

د شاعر نور شعرونه ←