افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1606 شاعران10557 شعرونه
طوفانی بيړی
مونږه ټوله سره يو و
په يوه بيړی کی ناست
و
سمندر ارام ارام و
لکه شنی اوبه دجام
مونږ دشنه اسمان مشعل ته
توری شپی رڼاکولی
هر سهارمووه نيکمرغه
هر ماښام مو وه له بزمه
ټول روان په خوږ مزل و
نه مو جرنه مو جنجال
و
يو ناڅاپه دشماله(قطب)
لعنتی بادونه سر شول
توری وريځی شوي راپورته
شين اسمان په
غړغړوشو
سمندرپه ټوپيدو شو
زمونږ بيړی ئی طوفاني کړه
څوک لاهو شول په طوفان کی
چاځانونه را بهر کړل
دچا ميندی شولی بوري
دچاخويندی شوی تروری
چا نه ورکه شوه ليلا
چانه ورک شوخپل
مجنون
دشمال باده !
زمانه که ياري وکړی
دابه خداې ټوله پيداکړي
بيابه ټول سره خنديږ
ی
بيابه ټول سره نڅيږی
ته به نه ئی
ټول به ناستوی
ته به ژاړی
مونږ به خاندو
ويانا ٨ے٥ے٢٠٠٦