پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
دغه خلک
لا یـــې مــــاتـــم پـــوری بــیــا نــه دې رســیــدلـــې خـــلـــک
ددغـــه ښـــار پـــه نــصیــب تــل دې ځـوریـــدلـــې خـــلـــک
څـــــوک یـــې رنــګونــه،مــاښـامـونـه پـه اغـیـارو پـلــورې
څـــوک یـې پـه دار
ځــړوې هــر رنــګــه ښـــاغـــلې خـــلــــک
په لـــــــویـــــه لاره یـــــې ژونـــدون کـلـــه پـــــړاو ونــــــه کـــــړ
ډیـــــر ســــتــــړې شــوې د عـمــرونـــو ګـــرځــیدلې خــــلــــک
بـــلــــی ډیـــوی یــــې هــــر مــاښـــــام د راتــــــــلو لار څـــــارې
بــــیـــا بــه را نـــه شــې لــه دی ځــایــه پــاڅــیــدلــې خـــلـــک
نــن خــو
دی وار دی ګــوره دومـــره پـه ځـان ویـاړ مـــه کوه!
دغـــه خــــړ مــــخــــې دې مــــدام مــــنــــلې شــــــوې خـــلــــک
ګـــریــــوان بــــه څــــیـــرې دمــغــل کــړې د وطــن پــه ښـاوره
دا هــاغــه خــلــک دې،هـــم هـــغـه ســــر ښـیـنـدلـې خـــلـــک
د تــــوری خـــرپ یـــې دی پـــه کار کـــه چــیـری بیا پیدا شې
د احــمــدشـاه(۱) او د امـان (۲) پــه څــیــر وتــلــې خــــلـــک
(۱) لوی احمد شاه بابا
(۲) غازې امان الله
خان