افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
نوره تر زخم تویده له زړه نه
کله راتله کله وته له زړه
نه
جینۍ کمکۍ وه ویریده له زړه نه
ماویل دغاړې غړوندی به ئې کړم
لکه هوسۍ دا
ترهیده له زړه نه
مینه مې ستا په ګلا بي تصور
لکه شبنم راوریده له زړه
نه
خولې ته مې راوړه ستا دمیني کیسه
نوره تر زخم تویده له زړه نه
وه مجازي هره لمحه
دقرار
لکه سراب چې تښدیده له زړه نه
زما ئې چې وخوړې دانې دهیلو
لکه کوتره والوته له زړه نه
لکه چې خوب دسودائي په سر شي
نه تم کیده نه مې وته له زړه نه
په ګوتو
نه درتله (حسنه)تاته
شنه زرغونه وه زنګیده له زړه نه