د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
تازه گل احمد زی

د افغان خاوره

ښكلې د افغان خاوره مشهوره په ننګو ده
لوړ لرې تاريخ دغه هيواد د لوړو غرو ده
ټولې پرګنې ورســــره مــــينه ازلي لرى
ځكه ښيـــكلاكګر ورنه وتلى په تـوبوده
ښه اوبه هوا لرى نړۍ ئي ګلـخانه بولى
هره منظره ئي زړه راښكونكې دكتو ده
كور د پسرلې ده د خزان مخ چې هيڅ نه ويني
ښـكلى ننـــګرهار مې د نارنـج ګل د ميــلو ده
شنې ئي سر درې چې په ارچه اوپه بلوطو دى
ښــكلى چاپــيريال مې د پكتـــيا او كونړو ده
رنګ ئي د ميوند د شهيد ويـنو نه اخســتى دى
ښـــكلى قــــندهار مې د انــارو په مېــوو ده
ښكلى مې كابل ده خداى راته ښكلى كړى
سپين واورين بهار مې د وردګو د مڼـــو ده
مستې ګل ســرخ او دهـــقان ميــلې مزار كــــوى
كور دى” احمدزي“ كندز مشهور په خربوزو ده

د شاعر نور شعرونه ←